د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۷۴ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AWCPO مؤسسې په همکارۍ، چې د پروژې تمويل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت په مرکز ګردیز، احمدآباد، سید کرم او مېرزکه ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله ۵۷۴ بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د دویم ځل لپاره ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه درې میلیونه او درې لکه او نه ویشت زره او دوه سوه (۳,۳۲۹,۲۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
