د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۲ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېتې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۱۸۲ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۱,۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه دوه میلیونه او شپږ پنځوس زره او شپږ سوه (۲,۰۵۶,۶۰۰) افغانۍ کېږي.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IRC موسسې څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
