له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو او ماینپاکۍ مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو او ماینپاکۍ مؤسسې له مسئول، الحاج انجنیر محمد شریف یعقوبي سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهمنامه یې ورسره لاسلیک کړه.
محترم ترابي صاحب څرګنده کړه، چې په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو پاکول د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي او په دې برخه کې جدي هڅې روانې دي. نوموړي همداراز زیاته کړه، هغه سیمې چې ټاکل شوې پکې سترې پراختیایي پروژې پلې شي، باید له مخکې د ماینونو له پلوه وڅېړل او پاکې شي، څو ملي پروژې په خوندي او معیاري ډول عملي شي.
ورته مهال، د یادې مؤسسې رئیس د افغانستان د ماینپاکۍ پروګرام ته د ادارې د مشرتابه د جدي پاملرنې ستاینه وکړه او د پروژې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل، ټاکل شوې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د صنعتي پارکونو په سیمو کې د لمریزې انرژۍ د تولید ستره پلي پروژه شي؛ له همدې امله دغه مؤسسه غواړي د پروژې له پیل مخکې اړوندې سیمې له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د دې لیدنې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه د پروژې د سیمې غیرتخنیکي سروې، د سروې شویو سیمو د ماینپاکۍ چارې د BAC یا د جګړهییزو سیمو د پاکولو له لارې د دهسبز ولسوالۍ د صنعتي پارکونو په سیمه کې ترسره کړي؛ هغه سیمه چې ټاکل شوې ده پکې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د ۳۴ مېګاواټه لمریزې انرژۍ پروژه جوړه او پلي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
