د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرغاب او چهار سده ولسوالیو ۲۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته، تر سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو فامیلي کېټ، یو سولري څراغ، ۶۷ کورنیو هرې یوې ته د ژمنۍ جامو یو کېټ، ۱ تخته کمپله او ۹۱ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته د یادو توکو سربېره یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
