د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په لومړی بهسود او مرکزي بهسود ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۳ زیانمنو کورنیو ته، تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلی.
په دې لړی کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۱ بورې ۵۰ کیلویی غنم، ۳ کیلو بوره، ۱ عدد صندوق او ۱ څراغ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
