د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ په مسته چینه سیمه کې د ۳ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له کارونو څخه څارنه وکړه
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سروبي ولسوالۍ د مسته چینې په سیمه کې د ۳ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې چارې وڅارلې.
د کار د ښه تنظیم او د کارګرانو د خوندیتوب په موخه، ټولو کارګرانو ته لازم حفاظتي او کاري تجهیزات ووېشل شول، چې هر کارګر ته یو جوړه بوټونه، موزې، دستکشې، ماسکونه، خولۍ، واسکټونه، بېلونه، کلنګونه همدارنګه هر کاریز ته دوه څټکونه او لاس ګاډۍ د کار ترسره کولو لپاره ورکړل شول.
د یادو کاریزونو د پاکولو او ترمیم چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د دغې پروژې موخه د هغو کاریزونو پاکول او بیارغول دي چې د کلونو راهیسې د خټو او رسوباتو له امله بند شوي او د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمن شوي وو، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو له جدي ستونزو سره مخ وو.
د دغو کاریزونو په بیا فعالېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک پاکولو اوبو له اسانتیاوو برخمنې شي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به بېرته خړوبه شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
