د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د نورستان ولایت له سرحدي سیمو څخه ۷۹ بېځایه شویو کورنیو ته چې د وروستیو جګړو له امله د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ځای پر ځای شوې وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلو غنم، ۱۲.۵ کیلو وریجې، ۳ کیلو بوره، ۱ کیلو توري چای، ۲ جوړه نارینه بوټونه، د ۱۷ قلمه توکو لرونکې یوه روغتیایي بسته، ۳ عدده صندوق، ۳ پایې څراغونه او د اوبو تصفیې ټابلېټ ووېشل شول.
په پای کې، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او قدرداني وکړه او د نظام د بقام لپاره یې دعا وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
