د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د یوې سېلابي لارې د پاکولو چارې پیل کړې
د سمنکان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په لرغان کلي کې د وروستیو سېلابونو له امله د ډکې شوې سېلابي لارې د پاکولو چارې پیل کړې.
د یادې سېلابي لارې د پاکولو چارې د ۲۵۰ متره اوږدوالي او ۱۰ متره عرض په درلودلو سره پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یادې لارې په پاکېدو سره به له ۲۵۰ څخه زیات کورونه، یو باب مسجد او یو باب مدرسه د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
