د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۶ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سروبي ولسوالۍ په مستې چینې کلي کې د وروستیو ورښتونو له امله ۷۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو عدد د پخلنځي کېټ، د ۱۶ قلمه توکو لرونکی یو عدد روغتیایي کېټ، ۳ متره فرش، ۲ پنځه کیلويي د ګاز ډبې له ګاز سره، چې هره ډبه کې څلور کیلو ګاز شتون درلود، ۱ عدد جارو، ۱ عدد برس، ۲ عدد څراغونه او ۱ تخته ترپال ووېشل شول.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه هغوی ته پروخت د رسېدنې او د مرستو د وېش له امله مننه او قدردانی وکړ.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
