د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ بورۍ غنم، یوه د پخلنځي بسته او یوه بسته البسه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
