د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز، خیرکوټ، اورګون او برمل ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۳ بورۍ ۵۰ کیلویی اوړه، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یو کیلو توري چای، ۳ تختې چینایي کمپلې، یو من بوره، ۲ عدد صندوقان، ۴ عدد څراغونه ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
