د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۵ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام WFP په ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز او بالابلوک، پشتکوه او بکواه ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۰۵ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ووېشل شو.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ډاډ ورکوي، چې په راتلونکي کې به هم د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه او هغوی ته د مرستو رسولو لړۍ دوام ولري.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
