د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو له امله ۲۹ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بسته د پخلنځي کېټ، یو کارتن روغتیایي کېټ، درې متره فرش، دوه پنځه کیلويي د ګاز ډبې له ګاز سره چې هره ډبه کې څلور کیلو ګاز شتون درلود، یو عدد جارو، یو عدد بورس، دوه دانې څراغونه او یو دانه ترپال ووېشل شو.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دوی ته د پروخت رسېدنې او مرستو وېشلو له امله خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
