د لغمان ولایت په سنګره دره کې د یوې بندې لارې د پاکولو کار بشپړې او بېرته پرانېستل شوه

rahyab
Tue, Apr 14 2026 3:49 PM
تصویر

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د سنګره درې د کلمان سیمې اړوند په لمټک او فارج کلیو کې د بندو شویو لارو د پاکولو بهیر په بریالیتوب سره بشپړ کړ او دا لاره یې د دوه یم ځل لپاره د ترافیکو پر مخ پرانېسته.

د مسؤلینو په وینا، تېره ورځ د غره د ښویېدو له امله څو لویې ډبرې سړک ته را لوېدلې وې چې تګ راتګ یې بند کړی و. تخنیکي ټیم تېره ورځ د پرله ‌پسې هڅو په ترڅ کې دا ډبرې له لارې څخه لرې کړې او سړک یې بېرته عادي حالت ته راوګرځاوه.

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس، قاري خیرمحمد غازي، له تخنیکي ټیم سره یو ځای سیمې ته تللی او د کار بهیر یې له نیږدې څارلی دی. هغه وویل چې د مسؤلو کارکوونکو د پر وخت اقدام له امله، لاره په لنډ وخت کې بېرته پرانېستل شوه.

د پاکولو او هوارولو له بشپړېدو وروسته، دغه سړک یو ځل بیا د تګ راتګ لپاره چمتو شوی او د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شوې دي.

مسؤلین زیاتوي چې د دې لارې بیا پرانېستل د خلکو تګ راتګ اسانه کړی او د ترافیکي پېښو د احتمالي رامنځته کېدو مخه به ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .