د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په ملاتړ، د یاد ولایت په خلم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۲,۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلويي اوړه، ۴.۵۵ لیټره غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
