د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې ۱۹۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲،۵۹۴ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیونه او نه لکه او اته ویشت زره او شپږ سوه (۴،۹۲۸،۶۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
