د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳ زيانمنو کورنيو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کيلويي غنم، ۲ عدد څراغونه، ۲ عدد صندوقونه او ۳ جوړه د څراغونو بېټرۍ وويشل شوې.
