د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Apr 05 2026 12:49 PM
333

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ، د وروستیو سېلابونو له امله د مرکز پل‌علم اړوند بابوس او الوزي سیمو، او همدارنګه د محمدآغه ولسوالۍ مغل‌ خېل سیمه کې ۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسوولینو په شتون کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري هغو ۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې یوې ته ۴ بورۍ غنم، ۲ تختې کمپلې، ۲ عدده لاسي څراغونه، یوه خېمه، ۲ ترپالونه، یو پلاستيکي مشکوله او یو د یونیسف روغتیايي کټ ووېشل شو. همدارنګه هغو ۵ کورنیو ته چې کورونه یې په نسبي توګه ویجاړ شوي وو، هرې یوې ته ۲ بورۍ غنم، ۵ تختې چینایي کمپلې، ۲ عدد لاسي څراغونه، یو د نیسف روغتیايي کټ او د اوبو د تصفیې ټابلیټونه ووېشل شول.د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري هم هغو ۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې یوې ته یوه خېمه، ۲ ترپالونه، یو پلاستيکي د اوبو بشکه او د اوبو د تصفیې ټابلیټونه ووېشل شول. او هغو ۵ کورنیو ته چې کورونه یې په نسبي توګه ویجاړ شوي وو، هرې یوې ته یوه تخته ترپال، یو پلاستيکي د اوبو بشکه او د اوبو د تصفیې ټابلیټونه ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د یاد ولایت په مرکز او د محمدآغه او ازرې ولسوالیو کې تر ۲۰۰ زیات کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده، چې د سیمې اوسېدونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د زیانونو د سروې بهیر هم مهاله د مرستو له رسولو سره دوام لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .