د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۳۶۳ سېلاب ځپلو کورنیو سروې بشپړه او د مرستو د وېشلو لړۍ یې پیل کړه

rahyab
Sun, Apr 05 2026 10:51 AM
news image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګي ریاست د (IOM, ASIO/WFP, HYSO/UNICEF,   CHA, AKAH, ACTED, DACAAR) مؤسسو په همغږۍ د وروستیو سیلابونو له امله د یاد ولایت په مرکز او دوشي ولسوالۍ کې د زیانمنو کورنیو او تأسیساتو د سروې بهیر په بشپړه توګه پای ته ورسولو او ۱۱۷ زیانمنو کورنیو ته یې بیړنۍ خوراکي مرستې ووېشلې.

د یادې سروې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د وروستیو سېلابونو له امله، ۵۰ کورنۍ په بشپړه توګه تخریب، ۳۱۳ کورنۍ په قسمي توګه تخریب، شاوخوا ۲۰ جرېبه کرنیزه ځمکه تخریب، ۲ مسجدونه په قسمي توګه تخریب، ۲ مدرسې په قسمي توګه تخریب، ۳ عدده عراده موټرونه تخریب، ۱ عدد موټرسایکل تخریب، ۲۰ د اوبو څاګانې تخریب او یو دوکان په بشپړه توګه تخریب شوی وو. 

د سروې له بشپړېدو وروسته د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۷ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او دوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې ووېشل شوې .

د یادونې وړ ده، چې د یاد ریاست مسؤلین په دې هڅه کې دي چې پاتې زیانمنو کورنیو ته هم راتلونکې ورځ د مرستو وېش ترسره کړي، او له ټولو همکارو موسسو څخه یې غوښتنه کړې ده چې خپل بشري مرستې دې ژر تر ژره عملي کړي، تر څو ټولو زیانمونو کورنیو ته په خپل وخت مرسته ورسیږی.

نېته: ۱۴۴۷/۱۰/۱۸ ه.ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .