د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستیو بارانونو له امله ۵ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو مؤسسو په ملاتړ، د یاد ولایت د مزار شریف په څلورمه ناحیه، شولګره، نهرشاهي او بلخ ولسوالیو کې د وروستیو بارارانونو له امله ۵ زیانمنو شویو کورنیو ته، چې کورونه یې په بشپړ او قسمي توګه ویجاړ شوي وو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته یوه د اوبو بشکه، یو سطل او یو د روغتیا ساتنې کیټ د IOM سازمان له لوري هرې کورنۍ ته یو عدد سولري څراغ، یو د پخلنځي کیټ، درې تختې کمپلې او یوه د اوبو بشکه او د دوو کورنیو لپاره چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو په یادو توکو سربېره یوه تخته ترپال او یو ریسمان خېمه هم ووېشل شوه.
همدارنګه، د WFP دفتر لخوا هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۱۸.۵ کیلو غوړ، ۲ کیلو مالګه او ۲.۱ کیلو بیسکویټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
