د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په شینوارو، مهمندره او دوربابا ولسوالیو کې ۱۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰،۷۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره یو میلیون او اویا زره (۱,۰۷۰,۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
