د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۳ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند ۲۰۳ کورنیو ته چې د زلزلې له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰,۶۳۰ افغانۍ ووېشل شوې وې، چې ټولټال دوه میلیونه او یو سل او اووه پنځوس زره او اته سوه او نوي (۲,۱۵۷,۸۹۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
