له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې له رئیس سره وکتل

rahyab
Wed, Mar 11 2026 12:52 PM
تصویر خبر

نن ورځ د چهارشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د سویس هېواد د پراختیا او همکارۍ ادارې له رئیس اریک مارکلی، د هغه له مرستیالې آغلې پامیله استتاکیس او مل پلاوي سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

محترم ترابي صاحب د ادارې د فعالیتونو د تشریح پر مهال وویل چې دا اداره پر پنځو اساسي موخو؛ وقایې، د خطر کمول، چمتووالي، ځواب وینې او بیارغونې کار کوي او اوس مهال د بشري مرستو د وېش تر څنګ، وقایوي پروژو لکه د خوړونو پاکولو او د ګبیوني او استنادي دېوالونو پر جوړولو تمرکز لري.

هغه همدارنګه وویل چې د اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان د اغېزمن کېدو په پام کې نیولو سره، تمویل کوونکي باید له سیاسي ملاحظاتو پرته له هېواد سره په دې برخه کې همکاري وکړي او په دې برخه کې د دې ترڅنګ چې د مرستندویه بنسټونو او مؤسسو لپاره مو لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د پېښو د مدیریت په برخه کې مو د خپلو لومړیتوبونو لړلیک هم ترتیب کړی دی، تر څو د هغوی لپاره د مرستو، د پروژو د پلي کولو او د تمویل کوونکو له لوري د بودجې د ترلاسه کولو لاره روښانه شي.

په همدې حال کې د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې رئیس د خپلې ادارې د فعالیتونو د تشریح ترڅنګ وویل چې اوس مهال زموږ په فعالیتونو کې درې برخې لکه، د بشر حقوق، د اقلیم بدلونونه او بشري مرستې او همدارنګه د خصوصي سکتور د ملاتړ له لارې د اقتصادي بیاځواکمنتیا شاملې دي. نوموړي وویل چې یاده اداره  له څونو کلونو راهیسې فعالیت کوي، خو له یو کال راهیسې یې د افغانستان له تخنیکي ادارو سره د نږدې همکارۍ په موخه بېرته حضوري فعالیتونه پیل کړي دي او ګډ کار او له سکتوري ادارو څخه مشورې ترلاسه کول د پروژو د بریا او اغېزمنتیا مهم لامل ګڼي.

نوموړي همدارنګه وویل چې هڅه کوي چی د تخنیکي ادارو سره د نږدې همکارۍ له لارې له تمویل کوونکو څخه زیاته بودجه ترلاسه کړي او پروژې به د داخلي مؤسسو له لارې پلي کوی.

همدارنګه د یادې ادارې مرستیالې، آغلې پامیله ستتاکیس او د اقلیمي بدلونونو او د پېښو د برخې مسؤل، محمد مصطفی صاحب‌زاده د خپلو روانو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د ماین پاکۍ په برخه کې یوه پروژه په پام کې لري او څلور نورې پروژې هم د مؤسسو له لوري د پلي کېدو په حال کې دي چې هره یوه یې د پېښو د مدیریت له یوې برخې سره تړاو لري.

په پای کې دواړو لوریو د تخنیکي برخو له لارې د همکاریو د کچې پر زیاتولو ټینګار وکړ او د ترابي صاحب له لوري ښاغلي اریک مارکولي ته هغه ډالۍ هم وسپارل شوه چې د نوموړي لپاره په پام کې نیول شوې وه.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .