د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۱ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې
د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د چخانسور ولسوالۍ او دلارام ولسوالۍ اړوند ۲۰۱ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د چخانسور ولسوالۍ ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته اوړه، بوره او چای او همدارنګه د دلارام ولسوالۍ یوې کورنۍ ته چې ماشوم یې د خاشرود په سیند کې د غرق کېدو له امله شهید شوی و، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه ۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
