د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شکر درې ولسوالۍ کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د لارښوونې له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شکر درې ولسوالۍ په التفات کلي کې د اوبو د یو کانال د پاکولو چارې پیل کړې.
د یاد کانال د پاکولو چارې د درې جي سي بي اسکواټرونو په واسطه پیل شوې، چې په پاکولو سره به یې د یادې سیمې وګړو ته د اوبو رسېدلو ستونزې په بشپړ توګه له منځه لاړې شي.
د سیمې خلکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له خواه د دې پروژې د پلي کېدو په پار خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې یادې ادارې تل د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کړې ده.
نېته: ۱۴۴۷/۹/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
