د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه د زیانمنونکو او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه د خوراکي مرستو د وېش بهیر په یاد ولایت کې عملي کړ.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
