د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څو وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

rahyab
Thu, Feb 26 2026 11:26 AM
تصویر خبر

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د کنټرول او مخنیوي په موخه د کډوالو په ښارګوټي او د ښار په اوومه ناحیه کې څو وقایوي پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارلې.

دا پروژې د یاد ریاست د وړاندیز او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د منظورۍ پر بنسټ، د ولایتي بیارغونې کمېټې د ماشینرۍ په همکارۍ او د درې سوه زره (۳۰۰,۰۰۰) افغانیو په بودجه پلي شوې دي.

د دې پروژو په چوکاټ کې د ۳۲۰ مترو په اوږدوالي کانال او خاورين بند چې ۲.۵ متره پلنوالی او ۳ متره ژوروالی لري؛ ۸۰ متره ساده خاورين بند چې ۱.۵ متره لوړوالی لري؛ د کډوالو په ښارګوټي کې د ۱۲۰ مترو کانال پاکول، او همدارنګه د فراه ښار په اوومه ناحیه کې د ۱۵۳ مترو په اوږدوالي کانال چې ۳ تر ۴ مترو پلنوالی او ۱ تر ۲ مترو ژوروالی لري، بشپړ او عملي شوي دي. 

د مسؤلینو په وینا د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د موسمي سیلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو کمول او د یادو سیمو د اوسېدونکو ساتنه ده. 

نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .