د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په همغږۍ او د قطر د امیر دیوان د شیخ خالد ابو شاهین الغانم خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۹۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵ لیټره غوړي، ۱ من لوبیا، ۱ من نخود، ۳.۵ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو شین چای، ۲ قوطۍ خرما، ۱ بسته مالګه، یو پاکت شیریني او دوه قوطۍ مایچه ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
