له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل

rahyab
Tue, Feb 24 2026 2:26 PM
news image

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن روډریګز، د اقلیم بدلون د برخې له مرستیال، نجیب‌الله یوسفي او د دې پروګرام له ستر تخنیکي متخصص، سید آصف محمدي سره وکتل او د پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي یې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې محترم ترابي صاحب وویل، د اقلیم بدلون اغېزو او ناڅاپي ورښتونو ته په کتو، هېواد د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوی او د بېلابېلو پروژو پلي کېدو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې د سیلابي‌لارو د پاکولو او په ټولو ولایتونو کې د استنادي او ګبیوني دېوالونو د جوړولو چارې پیل شوې دي، تر څو د سیلابونو له ګواښونو څخه مخنیوی وشي. هغه ټینګار وکړ چې هغه بودجه چې د تمویل کوونکو له لوري افغانستان ته ځانګړې کېږي، باید په اغېزمن ډول ولګول شي؛ له همدې امله د لومړیتوبونو لړلیک ترتیب او مرستندویه بنسټونو ته سپارل شوی دی، تر څو خپل پروګرامونه د لړلیک له مخې تنظیم کړي.

د ادارې لوی رئیس همداراز وویل چې د دې ادارې اصلي تمرکز پر بنسټیزو او وقایوي پروژو دی، ځکه په کمه بودجه د لویو زیانونو مخه نیول کېدای شي، او د ملګرو ملتونو له پراختیایي پروګرام څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري او کار وکړي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې عملي اقدامات وستایل او څرګنده یې کړه چې یاد بنسټ غواړي د پېښو د مدیریت په برخه کې همکارۍ پراخې کړي. هغه وویل چې تل یې ټینګار کړی چې د پېښو سکتور ته، چې د خلکو له ژوند سره مستقیم تړاو لري، باید ځانګړې بودجه پرته له کومې  سیاسې ملاحظې په پام کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړه چې د دوی په ټولو پروژو کې به د عامه پوهاوي د لوړولو برخه هم شامله وي.

همداراز نوموړي وویل چې د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د پروژو د ښه پلي کېدو لپاره به یو همغږی کوونکی  د پیښو په اداره کی وګمارل شي  ، او اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام تخنیکي ټیمونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ چارو له مسؤلینو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره کړي.

په پای کې، دواړو لوریو پر بنسټیزو پروژو د لا زیات تمرکز او د پېښو د خطرونو پر کمولو ټینګار وکړ، او د ترابي صاحب له لوري مخکې له مخکې چمتو شوې ډالۍ ښاغلي سټیفن رودریګز ته وسپارل شوه.

نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .