د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۶۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د خلم ولسوالۍ ۲,۶۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۶.۲۶ کیلو دالنخود، ۴.۵۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۱.۵ کیلو پلمپي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۰۹/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
