د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزي آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز کې د یوې سېلابي لارې د پاکولو او کیندلو چارې بشپړې کړې

rahyab
Wed, Feb 18 2026 10:41 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د مرکز په موساګالي کلي کې د یو خوړ د پاکولو او کیندلو چارې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې. 

یاده پروژه، د ۵۰۰ متره اوږدوالي او له ۱۰ څخه تر ۶ متره سور په درلودلو سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د څلور اویا زره او اویا (۷۴،۰۷۰) افغانۍ بودجې په واسطه پای ته ورسېده. 

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره شاوخوا ۲۰۰ استوګنیز کورونه او ۱۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د احتمالي سېلابونو له خطرونو څخه وژغورل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۰۱ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .