د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۹۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۳۹۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
