د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۱۵ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو چای او یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
