د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دره بوم ولسوالۍ کې د یوې سېلابي لارې د پاکولو چارې بشړې کړې 

rahyab
Thu, Feb 12 2026 10:53 AM
تصویر خبر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو د خطرونو د کمولو او د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د دغه ولایت د دره‌بوم ولسوالۍ په پنجاب سیمه کې د یوې سېلابي لارې د پاکولو چارې په معیاري توګه پای ته ورسولې.

یاده سېلابي لاره د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲.۵ مترو په پلنوالي او ۲ مترو په ژوروالي پاک شوې ده، چې د دې پروژې ټول لګښت درې سوه زره (۳۰۰،۰۰۰) افغانۍ ته رسېږي.

دا پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په مالي ملاتړ پلي شوې ده، چې په پایله کې یې د شاوخوا ۷۰ استوګنیزو کورونو، نیږدې ۲۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې، او همدارنګه د سیمې د سړک او کلینیک د تخریب او زیانمنېدو مخه نیول شوې ده.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .