د کندهار ولایت په نیش ولسوالۍ کې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له بېړنۍ شمېرې (0708606060) سره د ښاریانو د اړیکې پر بنسټ، د Area مؤسسې د چټک غبرګون ټیم (AREA-QRT-10) د ماینپاکۍ د عملیاتو په موخه د کندهار ولایت د نيش ولسوالۍ دينارخيلو کلي ته واستوو.
یاد ټیم د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې څلور فیره د هاوان مرمۍ کشف او په خوندي توګه له منځه یووړلې.
د کندهار ولايت له پيښو سره دمبارزې امادګي رياست له خلکو وغوښتل چي د هر ډول چاودیدونکي او مشکوک توکي د ليدلو په صورت کې دي ژر تر ژره له اړوند مسؤلینو سره اړیکه ونیسئ چي تر څو يي د له منځه تلو لپاره پر وخت اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
