په فراه ولایت کې د کډوالو د شهرک لپاره د خاورین بند د جوړولو پروژه پرانیستل شوه 

rahyab
Mon, Feb 02 2026 10:20 AM
news image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو له احتمالي خطرونو څخه د مخنیوي او د کډوالو د شهرک د خوندي توب په موخه د یو خاورین بند د جوړولو پروژه رسما پرانیستله.

د دې پروژې د پرانیستنې مراسمو کې د یاد ریاست محترم رئیس الحاج مولوي محمد اسرائیل سیار، سیمه ییزو اوسېدونکو او د اړوندو ادارو مسؤلینو شتون درلود. 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یاده پروژه د ولایتي بیړنۍ کمېټې د ماشینرۍ او د تېلو او نورو اړینو مصارفو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د درې سوه زره (۳۰۰،۰۰۰) افغانیو بودجې په همکارۍ د ۵۲۰ متره اوږدوالي او ۲ متره لوړوالي په لرلو سره تطبیق کېږي، چې په مستقیم ډول سره به د راستنېدونکو ۱۰۸ سرپناه وې د سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي.   

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .