د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د سختو واورو له امله ۴۰ کیلومتره تړل شوي فرعي سړکونه د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شول 

rahyab
Sat, Jan 31 2026 3:25 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام سره په همغږۍ، د یاد ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د زیاتې واورې د ورښت له امله تړل شوي د دشت مزار سیمې ۴۰ کیلومتره فرعي سړکونه له واورو څخه پاک او د خلکو او نقلیه وسایطو د تګ راتګ پر مخ بېرته پرانیستل. 

په دشت مزار ساحه کې ۷ لویې حوزې شتون لري چې له ۱ متر او ۲۰ سانتي واورې څخه تر ۱ متر او ۵۰ سانتي متره د واورې ورښت شوی و، چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د مسؤلینو د هڅو په دوام کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام له لوري د ځانګړې شویو ۸۰۰ لیټره تیلو په کارولو سره فرعي سړکونه د خلکو او موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شول.
 
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس مولوی احمد شاه ذهین ټینګار وکړ، چې د خپل کاري ټیم سره په ګډه به په نورو ولسوالیو کې هم هغه فرعی سړکونه د خلکو او نقلیه وسایطو د تګ راتګ په مخ خلاص کړي چې له  ستونزو سره مخ دي.

ځایي اوسېدونکو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له هڅو مننه او قدرداني څرګنده کړه.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۸/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .