د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د دې ولایت د خاکسفید ولسوالۍ په خوست کلي کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه یوړل.
د یادو عملیاتو په پایله کې، ۲ کړۍ خوشه یي ماینونه او یو فیر د توپ مرمۍ، چې د یادې سیمې اوسېدونکي یې له ګواښ سره مخ کړي وو، کشف او په خوندي توګه خنثی شول.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له خلکو غوښتي، چې د هرډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، چې ترڅو یې د له منځه وړلو لپاره اړین اقدامات ونیو ل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۸/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
