د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د وروستۍ پیښې شهیدانو وارثونو سره مرسته وشوه

rahyab
Fri, Jan 24 2020 1:15 PM
we

مطیع الله صافي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ، د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې د وروستیو پیښو له امله د کډوالو کمپ د شهیدانو کورنیو ته د رسیدو او خواخوږۍ لپاره یادې ولسوالۍ ته ولاړ.
ښاغلې صافي او ورسره دولتي پلاو یې د شهیدانو کورنیو سره د خواخوږي او په دعا کولو سره سره د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور رئیس او پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر د خواخوږي پیغام په بیانولو سره د هر شهید کورنۍ ته 50 زره افغانۍ او خوراکې او غیر خوراکې توکې وویشل.
همدارنګه پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت مالې او اداري مرستیال زموږ د یو وطنوال چي د هوا د سړتیا له امله شهید شوی وو هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د شهید کورنۍ سره یی د نغدي او غیر نغدي مرسته هم وکړه او د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د کډوالو کمپ لومړني او اساسي اړتیاوې او ستونزې له نږدې وارزولې او ژمنه یې وکړه چې مرکز ته یی د بیرته راستنیدو پر مهال به موضوع له سکټوري ادارو سره شریک کړي ترڅو ستونزو ته رسیدنه وشې.

33


 

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .