د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Jan 18 2026 11:30 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM په ملاتړ، د دې ولایت اړوند ۶۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د IOM سازمان له لوري ۸،۵۵۰ افغانۍ نغدي پيسې او ۲۴ هغو کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله یې کورونه په بشپړ ډول زیانمن شوي وو، هرې کورنۍ ته په یادو نغدي مرستو سربېره یوه خېمه هم ووېشل شوه، ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره پنځه سوه او دیارلس زره (۵۱۳،۰۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې او همدارنګه د PU-MAI  مؤسسې لخوا مستحقو کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل شول. 

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنيو د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همکارو مؤسسو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې يادې ادارې تل هڅه کړې، څو له مستحقو کورنيو سره پر وخت مرسته او لاسنيوی يي وکړي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .