د هېواد له خیرخواه کسانو څخه یو کس د پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې په موخه ۱,۶۹۶ جوړه بوټونه دې ادارې ته وسپارل

rahyab
Sat, Jan 17 2026 3:20 PM
123

نن سهار د شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار، د هېواد د یو خیرخواه کس سید احمد سیلاب له لوري له زیانمنو او مستحقو کورنیو سره د مرستې په موخه مرسته شوي دوه زره جوړې د لوړ کیفیت بوټان ترلاسه کړل. 

د تسلیمي په مراسمو کې، محترم علمیار صاحب د دې انسان‌دوستانه ګام څخه مننه وکړه او د خییرو مرستې یې د زیانمنو خلکو د ستونزو د کمولو په لور مهم ګام وباله، او ډاډ یې ورکړ چې دغه مرستندویه توکي به په شفاف او عادلانه ډول مستحقینو ته ووېشل شي.

همدارنګه، ښاغلي سیلاب وویل چې د زیانمنو کورنیو د ستونزمن وضعیت په درک کولو او د انساني او اسلامي مسؤلیت له مخې یې دا مرسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته وسپارله، تر څو اړمنو کسانو ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړه چې له زیانمنو هېوادوالو سره مرسته کول یو اخلاقي او ټولنیز مسؤولیت دی، او هیله یې څرګنده کړه چې نور خیرخواه کسان هم په دې ډول بشري پروګرامونو کې برخه واخلي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .