د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١١٦ مستحقو کورنیو ته د خوراکی او غیری خوارکي توکو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونو له مخې، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبازرې آمادګۍ ریاست د دې ولایت اړوند ١١٦ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱ بورې۵۰ کیلویی اوړه، یو عدد د یونیسف مؤسسې روغتیایي کیټ، دوه جلده د یونیسف روغتیایي بروشرونه او همدارنګه لوستو مرستو ترلاسه کوونکو وګړو ته ۱۵ جلده له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملی ادارې معلوماتي بروشرونه د معلوماتو د زیاتوالي په موخه ووېشل شول.
د یادو توکو د وېشلو پر مهال، د یاد وله پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو ته وویل چې دا مرستې ستاسو لپاره ځانګړی شوې وې او همدارنګه موږ تل هڅه کوو چې په راتلونکي کې هم له مستحقو کورنیو سره مرسته ترسره کړو او لاس نیوی یی وکړو.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
