له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو پر وخت ترسره کولو او د اسانتیا په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو لپاره ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وپېرل

rahyab
Wed, Jan 14 2026 3:34 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، دې ادارې په ښه توګه د کاري چارو پرمخ وړلو او د دندو د پر وخت ترسره کولو په موخه، د مرکزي او ولایتي ریاستونو له لوري د کارولو لپاره ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وپېرل.

د دې موټرسایکلونو د پېرلو موخه، د ښارونو ساحو ته د کارکوونکو د لاسرسي چټکتیا زیاتول، په ښاري ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کې د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی، او د هر کوچني کار لپاره د موټرو له بې‌ځایه وتلو څخه ډډه کول دی؛ دا چاره نه یوازې د ښاري نظم په ټینګښت کې مرسته کوي، بلکې د سون‌توکو لګښتونه، د وسایطو د ترمیم او ساتنې لګښتونه هم راکموي او د بیت‌المال له امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه تضمینوي. 

همدارنګه، د موټرو په پرتله د موټرسایکلونو کارول په ګڼه‌ګوڼه لرونکو ښاري لارو او ستونزمنو تېرېدونکو سیمو کې د چټک تګ‌راتګ زمینه  هم برابروي او چارو ته په بېړه سره د رسېدنې امکان زیاتوي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره دا ګام د سرچینو د ښه مدیریت، د لګښتونو د کمولو او په مرکز او ولایتونو کې د خدمتونو د اغېزمنتیا د زیاتولو په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام بولي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .