له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې ترمنځ ټولټال د څلور سوه او اووه زره او شپږ سوه او یو ویشت (۴۰۷,۶۲۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Tue, Jan 13 2026 3:25 PM
123

نن د سې شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې د اړیکو او بشري چارو له مسؤل، سید محمود پاچا شمس سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

محترم ترابي صاحب وویل، چې د دې ادارې ډېری فعالیتونه د وقایوي پروژو د پلي کېدو له لارې د پېښو د خطرونو کمولو او همدارنګه زیانمنو شویو خلکو ته د رسېدنې په اړه دي. نوموړي زیاته کړه، چې موږ د خلکو او سیمو د اړتیاوو یو لړلیک ترتیب کړی، او تاسو ته به یې وسپارو، تر څو په خپلو پروګرامونو کې یې په پام کې ونیسئ او په یوه سیمه کې د پروژو دوه ځل پلي کېدو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې، د یادې موسسې د اړیکو او بشري چارو مسؤل، ښاغلي سید محمود پاچا شمس د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دوی د پېښو او کډوالو په برخه کې فعالیت کوي او دا چې د دوی اصلي همکار سکتور له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره ده، نو ټول فعالیتونه به د همدې ادارې سره په همغږۍ او مشورو ترسره کوي او یاد لړلیک به تر ممکنه حد پورې په پام کې ونیسي.
په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د څلور سوه او اووه زره او شپږ سوه او یو ویشت (۴۰۷,۶۲۱) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې لاندې فعالیتونه ترسره کړي: 
۱. د ماشومانو د خوندیتوب، معیشت، اوبو او حفظ‌الصحې ته په پاملرنې سره د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د ټولنې د لومړیتوبونو ټاکل او د لومړني اقدام پلان جوړول، 
۲.  د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د سېلابونو د اغېزو کمولو لپاره د محافظتي زېربناوو لکه استنادي دیوالونو، ګبیوني دیوالونو، چیک‌ډیمونو، پیاده لارو او کانالونو جوړول او پاکول،
۳.  د طبیعي پېښو له امله د زیانمنتیا د کچې د کمولو په موخه د ماهرو او غیرماهرو کارګرانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کار په بدل کې د نغدو پیسو وېشل. 
۴. د طبیعي پېښو د غبرګون پلان د فعالېدو پر مهال خوندي سیمو ته د خلکو لېږدول. 
۵. د لومړني اقدام پلان د پلي کېدو ارزونه او څارنه، او د ټولنې په کچه د نغدو مرستو وېشل. 
۶.  د طبیعي پېښو د اغېزو د کمولو په موخه د اقلیمي بدلونونو اړوند د مهمو پیغامونو چمتو کول او د عامه پوهاوي کمپاینونو ترسره کول.
۷. د خلکو د پوهاوي د لوړولو او د لومړني اقدام پلان د تایید لپاره د ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول. 
۸.  د ټولنې په کچه د طبیعي پېښو د مخکینۍ خبرتیا او اطلاع‌رسونې د سیسټمونو پیاوړي کول. 
۹.  په راتلونکو پروګرامونو کې د کارولو لپاره د پروژې د اغېزمنو فعالیتونو او زده کړې ثبتول او مستندجوړول. 
۱۰. د پېښو د مدیریت د سیمه ییزو کمېټو لپاره د بیړنیو وسایلو برابرول.
۱۱. د طبیعي پېښو د پېژندنې او د هغو د اغېزو د کمولو په اړه د پوهاوي موادو چاپ او وېشل.
۱۲. د پروژې د فعالیتونو د دوامدارې څارنې لپاره د مسؤلو او ښکېلو ادارو لپاره د ترانسپورت برابرول.
۱۳.  له تمویل کوونکو سره د پروګرامونو د پراختیا لپاره د پایلو شریکول او د مقایسوي مطالعاتو ترسره کول.
۱۴. د پروژې د فعالیتونو د څارنې او ارزونې د ښه‌والي لپاره د تخصصي روزنو ترسره کول.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .