د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۸ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته له ۶,۵۰۰ نه تر ۱۷,۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلور اتیا زره او پنځه سوه (۸۴,۵۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
