د هلمند او اروزګان ولایتونو ته له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجبارې توګه د را ایستل شویو راستنېدونکو سره د مرستې کولو په موخه خوراکي او غیر خوراکي توکي ولیږدول شول

rahyab
Thu, Jan 08 2026 11:39 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نور الدین ترابي د لارښوونې او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمیسیون، چې په څو ولایتونو کې کډوالو ته د مرستو وېشل د دې ادارې په غاړه دي د پرېکړې له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګودام څخه له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجبارې توګه د را ایستل شویو راستنېدونکو سره د مرستو د کولو په موخه خوراکي او غیر خوراکي توکي د هلمند او ارزګان ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو ته ولیږدول شول.  

په دې لړۍ کې، ۲۰۰ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۱۰۰۰ کیلو بوره او ۱۰۰ کیلو تورچای د هلمند ولایت ته او ۵۰۰ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۳۰۰ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۳۰۰ کیلو تورچای او ۱۰۰۰ جوړې څپلۍ د اروزګان ولایت ته انتقال شوې. 

د یادونې وړ ده، چې دا مواد به وروسته له دقیقې سروې یادو ولایتونو ته له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجبارې توګه را ایستل شویو راستنېدونکو ته ووېشل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .