د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له خټو څخه د اوبو کانال د پاکولو کار پیل شو

rahyab
Tue, Jan 06 2026 5:32 PM
123

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له خټو او خاورو څخه د چخانسور ولسوالۍ د اوبو اصلي کانال، چې شاوخوا ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري د پاکولو کار یې د یو سل او اته نوي زره (۱۹۸,۰۰۰) افغانیو په لګښت پیل کړ.

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي محمد قاسم محمد وویل، چې دا پروژه د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنیوي په موخه پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د دې پروژې اساسي موخه د اوبو د بهیر تنظیمول، د سېلابونو د خطرونو کمول او د خلکو د ژوند او کرنیزو ځمکو ساتنه ده.

په همدې حال کې، د چخانسور ولسوالۍ ولسوال مولوي نورالدین حمزه یاد کانال د ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ډېر حیاتي وباله او ویې ویل چې د اوبو دا لاره له څو کلونو راهیسې نه وه پاکه شوې. د هغه په خبره، د دې پروژې پلي کېدل به د راتلونکو سېلابونو له خطرونو څخه د خلکو د ځان او مال په خوندي کولو کې مهم رول ولري. 

د مسوولینو په وینا، د یاد کانال د پاکولو چارې به په معیاري او اساسي ډول ترسره شي، تر څو په راتلونکي کې هم د چخانسور ولسوالۍ د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .