د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګودامونو څخه کتنه ترسره کړه
محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له رئیس محترم مولوي شفیقالله جواد او مل پلاوي سره یوځای، د یاد ریاست د مرسته کېدونکو توکو د زېرمو له ګودامونو څخه لیدنه وکړه.
د دې کتنې پر مهال، محترم معین د ګودام بېلابېلې برخې وکتلې چې پکې د خوراکي او غیرخوراکي توکو زېرمې، بیړني تجهیزات، د معیاري ساتنې طریقې او د احتمالي طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کچه په هر اړخیز ډول وارزول شوه.
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د زېرمو د موجوده وضعیت، د مرستو د وېش بهیر، لاسته راوړنو او بیړنیو اړتیاوو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او د مرکزي ادارې له ملاتړ او همکاریو یې مننه وکړه.
د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ محترم معین د ترسره شویو هڅو او فعالیتونو څخه د رضایت څرګندونه وکړه او پر شفاف مدیریت، د مرسته کېدونکو توکو د کیفیت په ساتنه، د پېښو پر وړاندې فوري چمتووالی، د موجودو توکو د چک لېسټ ترتیب (د مقدار، نېټې او کیفیت له اړخه) او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ، او د کاري بهیر د لا ښه والي لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۱۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
