د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د پنځو پلچکانو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او IOM سازمان ترمنځ د همغږۍ له مخې، د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په چمبران کلي کې څلور کوچني پلچکان او یو غټ پلچک، شاوخوا د څوارلس زره (۱۴،۰۰۰) ډالرو په لګښت بشپړ او رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یادې پروژې د ګټې اخیستنې مراسمو کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ محترم آمر، الحاج مولوي محمد یوسف محمد، د څارنیزې کمېټې مسؤلینو او یو شمېر سیمه ییزو اوسېدونکو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې خلک د سېلابونو او موسمي اوبو راوتلو پر وخت له ګڼو ستونزو څخه وژغورل شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
