د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۶ زلزله ځپلو کورنیو ته غیر ‌خوراکي مرستې وویشلې

rahyab
Tue, Dec 30 2025 2:41 PM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د Pangea موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په لمټک کلي کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۹۶ زیانمنو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې وویشلې.

د مرستو په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۴ تختې یو کسیزه کمپلې، یو تخته دوه کسیزه کمپله،۴ عدد د ماشومانو جاکټونه، یو عدد نارینه جاکټ، یو عدد زنانه جاکټ، دوه عدد زنانه شالونه، ۲ عدد نارینه پټو، ۱۲ جوړې جرابې، ۴ جوړې دستکشونه، ۴ عدد د ماشومانو خولۍ، یو عدد ۱۰ کیلویي د ګاز ډبه، سره له ۱۰ کیلو ګاز او یوه ګازي بخارۍ ووېشل شوه.

مرسته‌ اخیستونکو کورنیو د مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه یې مننه وکړه چې د دوی ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وکړه. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې

Latest news

Sat, Mar 28 2026 4:19 PM
Background image

The Director General of ANDMA Traveled to Nangarhar Province and Held an Emergency Meeting with Provincial Staff and Volunteers in the Eastern Zone

This morning, on Saturday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, traveled to Nangarhar Province at. . .

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .